اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په اسلام اباد كښې د زياتې شوې آبادۍ او د اسلام آباد بې ترتيبه خپرېدو له مخې لوړې ودانۍ جوړول ضروي دي٬په كمرشل او استوكنو منصوبو كښې بهرنو هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو سرمايه كارۍ څخه به قيمتي زرمبادله ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په اسلام يباد ګښې د هائي رائز(لوړو ودانو)پروژو په اړه د جاج اغستنې غونډې مشري كولو په مهال كړې۔وزيراعظم ووئيل په پايه تخت كښې د زياتې شوې آبادۍ او د اسلام آباد بې ترتيبه خپرېدو له مخې لوړې ودانۍ جوړول ضروي دي۔ده ووئيل حكومت بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د محفوظې سرمايه كارۍ موقعې راپېدا كوي٬د كمرشل او استوګنو منصوبو څخه به قيمتي زرمبادله ترلاسه شي كومه به چې د نورو په خېرښېګړه خرڅ كولې شي۔ده ووئيل پايه تخت د هېواد پیژندګلي وي ځكه اسلام آباد جديد ښار جوړول دي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د زمكو په خرڅ كښې دې سپيځلتيا باوري كړې شي او پروژې دې په ټاكلي موده كښې بشپړې كړې شي۔د قبضه مافيا او ناجائزه تجاوزات په ضد دې اقدامات كښې تندوالې راوستلې شي٬د اسلام آباد كركټ سټېډيم په پروژه دې د كار رفتار لا تند كړے شي۔غونډې ته ووئيل شول په اسلام آباد كښې د درې هائي رائز ودانو جوړولو منصوبه بندي كېږي چې پكښې به په مجموعي توګه د اپارټمنټس شمېره 14400 وي۔غونډه ته ووئيل شول د ښارونو په خاص توګه بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره سي ډي اے د جديدو آسانيو سره ون ونډو سنتر فعاله كړے ۔په دې سنټر كښې به د پراپرټۍ انتقال او د نورونو ښارونو آسانيو لپاره ډيجيټل پورټل ترلاسه وي چې په سبب به يې د مسئلو او ګيلو سمدستي حل له مرسته ترلاسه شي
متعلقہ مضامین
-
لکی لیڈیز چارم: ایک سفر میں معنویت اور سمبولزم کے ساتھ
-
·ڈری:
-
آیسا ڈریگن: معادنی نہال
-
·ڈری:
-
ایشیا ڈریگن: ایک قوی شخصیت در میراثی
-
ئەل پہیلوں گرتے ہیں
-
Warm Trends in Modern Society
-
الحياة الساخنة
-
ئەناقصى جۇقار
-
ئیتھم گەرمیگۇ سے زیادہ جبرا
-
Temperature Overview: Exploring Hotter Climates
-
ۋیامدھ سے زیادہ گرم کونٹیننتس